یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې ګمراه حکامو! ستاسو د بدو کارونو بدبوییو موږ سرټیټي کړو
بسم الله الرحمن الرحيم
اې ګمراه حکامو! ستاسو د بدو کارونو بدبوییو موږ سرټیټي کړو

(ژباړه)

خبر:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له مېانماره بنګله‌دېش ته له تښتېدونکو او پناه‌ِغوښتونکو مسلمانانو سره د خپل هېواد د مرستو د چمتوالي اعلان وکړ. هغه د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په لومړۍ ناسته کې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه؛ د مسلمانانو د صفونو پر یووالي او یو بل سره پر مرسته ټینګار وکړ او ویې ویل: «له شګ پرته روهنګیایي مسلمانان اوس له ګڼو سختو کړکېچونو او کړاونو سره مخ دي.» نوموړي زیاته کړه: «د میانمار مسلمانان له بېرحمه کړنو سره مخ دي او د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي. پر موږ لازمه ده ،چې د دغو غیر عادلانه او ناوړه کړنو مخنیوی وکړو. موږ غواړو د دغه انساني ناورین د مخنیوي لپاره د بنګله‌دېش او میانمار له حکومتونو سره مرسته وکړو». اردوغان د دغو خبرو په لړ کې په بنګله‌دېش کې له پناه‌غوښتونکو سره پر مرسته ټینګار وکړ او یوه اړتیا یې وبلله، هغه وویل: «موږ له بنګالي چارواکو سره خبرې وکړې او ورته ومو ویل، چې موږ په دغه برخه کې د مرستې غوښتونکي یو.» (سرچینه: نووستي)

تبصره:

اې اردوغانه! نږدې ده موږ دا یې هېر کړو، چې ته د داسې یو پیاوړي هېواد ولسمشر یې، چې د پرتمین تاریخ يې درلود. هغه هېواد چې له مظلومانو سره په مرسته او د بې عدالتیو په له منځه وړلو کې یې لوی لاس درلود. نور نو موږ هغه دولت نه وینو، چې تل به د کمزورو لپاره ګرمه غېږه وه او له ختيځ او لوېديځه به یې پناه وروړه. همدا راز نږدې ده هېر کړو، چې اوسنی حکومت له لومړنیو حکومتونو څخه و، چې په فلسطین کې یې د یهودو رژیم په رسمیت وپېژانده. نه یوازې دا، بلکې له هغه ورسته، چې یاد غاصب رژیم د ترکیي مسلمان بچیان د مرمرې په بېړۍ کې ووژل؛ له اسراییلو سره یې اړیکې عادي او هوکړه‌لیکونه یې لاسلیک کړل.

نږدې ده هېر کړو، چې اردوغان په سپينه ماڼۍ کې د خپلو بادارانو د رضایت لپاره ټول امکانات وکارول. غواړي هېر مو شي، چې لرې او نږدې یې غولولي او په شام کې یې خپلو مسلمانو وروڼو ته شا کړه، خپلې پولې یې د دوی پر مخ وتړلې او په حلب او نورو ښارونو کې یې مکر او چل ورسره کړی دی. هغه تر اوسه هم په ټول توان هڅه کوي، چې لومړی د خپل ملت له بچیانو سره، چې له له پنځه لسو کلونو يې زیات حکومت ورباندې وکړ او وروسته بیا له هغو سره، چې د عراق او سوریې په موضوع کې ورسره هم نظره دي؛ له دروغو او بې حرمته ډکه توره پایله ولري. نوموړی په داسې سراب پسې ځي، چې شفاء بښونکی، د دائمي ژوند لامل او بې حسابه یې بولي، خو په حقیقت کې دی په دې فکر کې تېروتی او سخت په تاوان کې دی؛ ځکه دا داسې ګمان دی چې هېڅکله واقعیت نه لري.

دغه دروغجن او موقف غوښتونکي ولسمشر او په سپینه ماڼۍ کې یې بادارانو تر پرونه دا ګمان کاوه، چې استانه د شام د انقلاب لپاره ورستۍ ټاکنه ده، چې موضوع به یې تصفیه او د پای ټکی ورته کېږدي. هغه د شام او اهل لپاره یې له خیانته ډکې څرګندونې کړې او نن یې د پخوا په څېر خپلې پوچې او خالي څرګندونې تکرار کړې او ویې ویل: «په میانمار کې زموږ وروڼه د لطف او مهربانۍ وړ دي.» ته به وایې چې تشویش یې کوي، له تکلیفه یې ځورېږي او د چارو غمخور یې دی! نوموړی د میانمار دغه وحشتناکه نسلوژنه یوه "ستونزه"  بولي.

اې اردوغانه! د میانمار مسلمانانو پر وړاندې دا ټول ناوړه جناینونه، نژاد ورکونه او نسلوژنې، چې د سر پر سترګو یې وینې څنګه دا ټولې ستونزې یوه وړه ستونزه بولې!؟ څنګه دې مېرمن هم دغه رامنځته شوي جنایتونه رانقلوی!؟ نو اې درواغجنه ولسمشره! په کوم مخ د مسلمانانو د صفونو د یو ځای‌کېدو او یووالي خبرې کوې!؟ د کوم صف او یووالي خبرې کوې!؟ یا دا ادبیات ستا له زړه او لاسونو څخه دي، چې ستا موخې نه شي افاده کولی؟ یا هم ستا په څېر خلک نه پوهېږي، چې دا ښکلې کلیمې څه څېزونه بیانوي؟ وایې بودایان له روهینګیایي مسلمانانو سره ظالمانه او خونړی چلند کوي، خو له دغو څرګندونو ورسته دې څه وکړل؟ یا  فکر کوې چې هغه هم روسیه ده، چې د تاسف اظهار دې وکړ، نرمي دې ورسره وکړه؛ ترڅو دې وبښي!؟ یا دا چې د میانمار حکام او دولت یې د امریکا په څېر بولې، چې د کفري هېوادونو راس او نفود لرونکې ده او ته نه غواړې چې احساسات یې را وپاروې او ویې ځوروې د دې لپاره،چې  ورسته به بین المللي توازن ګډوډ شي.

اې د مرګ په سکرات کې ډوبه رئیسه، ویښ شه! پوه شه میانمار یوازې یوه نظامي مانور ته، چې په عراق، شام او قطر کې یې تر سره کوې اړتیا لري. د میانمار دغه کوچنی دولت د ډېر وخت لپاره د مسلمانانو اردو ته اړتیا نه لري، بلکې که چېرې د اردو رهبري یو قهرمان، مخلص او غیرتي پر غاړه واخلي، چې دین او امت ته احساسات ولري؛ نو په څو محدودو ساعتونو کې به مخکې له دې چې د مسلمانانو اردو هغوی ته ورسېږي، له وېرې وتښتي. پر تا واجب ده، پر هغه څه، چې شیطان وسوسه کړي وو او هېر شوي یې وو سمعې ته ور ورسوې؛ ترڅوپه میانمار کې زموږ د وروڼو په حق کې له انصافه کار واخلي. هغه خلک چې موږ د دوی او دوی زموږ دي، خو په یاد کار دې موږ له تا څخه د بېزارۍ اعلان کوو.

اې ولسمشره اردوغانه! پوه شه چې الله سبحانه وتعالی د میانمار خلک یوازې نه پرېږدي، که څه هم خپلوانو یې یوازې پرېښودل. له شک پرته هغوی داسې خدای لري، چې هر څه ویني او اوري؛ هغه سبحانه وتعالی یې ملګری او مرستندوی دی. ته او ملګري به دې هېڅکله هم د هغوی د عزت، لویۍ او دوستۍ ویاړ ونه لرئ. تا او ملګرو دې د خیانت او ذلت جامې پر تن کړې او بل څه هم نه دي پاتې، چې ستاسو د دغو بدو کړنو بدبویۍ پټې کړي؛ هغه بدې کړنې، چې د تعفن بوی یې موږ اذیت او سرټیټي کړي یو. موږ ډاډه یو، چې دا پېښې به د رباني خلافت لپاره پیلیزه وي، چې دغه خلافت به د دین د ازادۍ، نصرت او د امت د لوړولو او عزت وياړ ولري او دا دولت به ستاسې له کمې او زهرجنې ډلې څخه د بشریت د ازادولو ویاړ ولري. که څه هم تاسې یې راتګ لرې بولئ، خو موږ یې نږدې بولو. الله سبحانه وتعالی به خپله ژمنه پوره کړي او موږ به پر ځمکه د نبوت پر منهج د راشده خلافت وارثین وګرځوي. هغه خلافت چې زموږ په لاسونو به تاسیس شي، چې ستاسو د تخت او تاج له منځه تګ به ورسره مل وي. لکه څنګه چې موږ د هغې ورځې په تمه یو، تاسې یې هم په تمه شئ.

ډاکتر ماهر صالح

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې